
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې دوسله والو طالبانو د ډزو له امله ديوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دغه وګړي دالمار ولسوالۍ ديوه کلي اوسيدونکي و او تيره شپه دخپل کور په وړاندې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې ديوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهيدان شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل :په موټرسايکل سپروو يرغلګرو په دغو ملکي وګړو له ډزو وروسته دتيښتې لاره غوره کړه او دهغوى دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه بريد مسوول بولي او وايي چې قربانيانو له دولت سره هيڅ اړيکې نه لرلې .