امنیت

درې تنه ملکي وګړي دطالبانو په بريد کې شهيدان شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې دوسله والو طالبانو د ډزو له امله ديوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دغه وګړي دالمار ولسوالۍ ديوه کلي اوسيدونکي و  او تيره شپه  دخپل کور په وړاندې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې ديوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهيدان شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل :په موټرسايکل  سپروو يرغلګرو په دغو ملکي وګړو له ډزو وروسته دتيښتې لاره غوره کړه او دهغوى دپيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه بريد  مسوول  بولي او وايي چې قربانيانو له دولت سره هيڅ اړيکې نه لرلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته