امنیت

دوه تنه له دوه اتيا کيلوګرامو نشه يي توکو سره ونيول شول

  ايبک/ باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
د سمنګانو ولايت پوليسو ٨٢ کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط کړل.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان جنرال باقر باختر آژانس ته وويل: د دغه ولايت  د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې  پوليسو پرون ٥٩ کيلوګرامه چرس او ٢٣ کيلوګرامه اپين  چې په يو بار وړونکي موټرکې له بغلان ولايت څخه د بلخ ولايت ته روان و، د ايبکوښار د آق مراد د کمربند په سيمه کې ضبط کړل .
خبرځاى زياته کړه: د قضيې په اړوند دوه تنه د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته