سیاست

جمهوررئیس غني په مسلکي او حرفوي زده کړو کې د ښځو او نارینه و برابر په رول ټینګار وکړ

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د ”استاد-شاګردي پروګرام داوطلبۍ“ ورکشاپ کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې ورکشاپ کې چې د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د جي ای زیډ استازي، د ښوونځیو یو شمېر ښوونکو او مدیرانو او د لوړو زده کړو، پوهنې اوکار او ټولنیزو چارو وزارتونو یو شمېر معینانو حضور درلود، د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ارزښت، د ښوونکو د وړتيا، د ښوونځیو د ستونزو او ننګونو او همدارنګه د استاد- شاګردي سیستم په اړه بحث وشو.
د هېواد جمهور رئیس د دغه ورکشاپ له جوړونکو څخه مننه وکړه او وې ویل، د مسلکي او حرفوي زده کړوپه برنامو کې باید ښځې او نارینه برابر رول ولري او په دې پروګرام کې د هغوی د حضور لپاره باید لازمې اسانتیاوې برابرې شي، تر څو په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اړتیاوې پوره شي. هغه په حرفوي او مسلکي زده کړو ټینګار وکړ وې ویل، په حرفوي او مسلکي زده کړو باید زیات تمرکز وشي.
جمهور رئیس زیاته کړه، اړوندې  ادارې باید په دې برخه کې له فعالو بنسټونو سره منظم حرفوي او مسلکي پلانونه ترتیب کړي، تر څو په راتلونکي کې له مسلکي بشري ځواک څخه برخمن شو. هغه د حرفوي او مسلکي زده کړو اړتیا ته اشاره وکړه او د مسلکي او حرفوي برنامو عملي کول یې مهم وبلل.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، افغانستان ډېره طبیعي پانګه او له طبیعي منابعو څخه د ګټې اخیستنې لپاره مناسب تخنیکي ظرفیتونه لري. جمهور رئیس وویل، که د هېواد له طبیعي منابعو څخه سمه ګټه واخیستل شي، بې وزلي کمېږي او افغانستان به اقتصادي ودې ته ورسېږي.
جمهور رئیس د کار بازار تشخیص او اړتیاو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ د خصوصي سکتور رول مهم وباله. هغه د زیربناو او ظرفیتونو په ایجاد ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، له دې کار سره ځوانانو ته د کار موندنې زمینې برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته