امنیت

په سلګونو کيلوګرامه ناچاودلي توکي د ناټو د ځواکونو له خوا له منځه يوړل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د بګرام په پوځي اډې کې امريکايي ځواکونو په سلګونو کيلوګرامه ناچاودلي توکي نن سهار له منځه يوړل.
په دغو توکوکې چې ډول ډول بمونه، د هاوان ماينونه، واټ ته څېرمه ماينونه او د وسايطو ضد ماينونه شته؛ د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي و.
د دغو ناچودلو توکو د چاودنې غږ د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ اوسيدونکي سخت انديښمن کړل. دغو خلکو فکرکاوه چې بيا هم يوه ستره تروريستي پيښه رامنځته شوې ده.
خو د بګرام ولسوال شکور قدوسي د باختر آژانس خبريال ته وويل: امريکايي پوځيانو په سلګونو کيلوګرامه ناچاودلي توکي چې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه يې راټول کړي و؛ له منځه يوړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته