امنیت

درې تنه ملکي وګړي ووژل شول .

کابل باختر دسلواي دري ويشتمه

  دهلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې  نن دماين دچاودنې له امله  درې تنه ملکي وګړي  ووژل شول .

 دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره خبر ورکړ  دغه ماين چې دطالبانو له خوا دواشير ولسوالۍ  په بيانک شايسته  سيمه کې  ځاى پرځاى شوي  و ديو مسافروړونکي موټر دتيريدو په وخت کې  وچاوديد چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي  ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته