سیاست

په دايکنډي کې ۸۰ سلنه پرمختيايي بودجه لګول شوې ده

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په دايکنډي کې ملت ته د حکومت د رپوټ ورکولو پروګرام نن جوړ شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ په دغه پروګرام کې د دايکنډي والي محمد ضيا همدرد ملت ته د حکومت رپوټ ورکول د ښې حکومتوالۍ له اصولو څخه وبلل او ويې ويل چې ۸۰ سلنه بودجه لګول شوې ده او پروژې د پروګرام له مخې په ټاکلې موده کې تطبيقې شوې دي. خو د دغو پروژو په ځينو برخوکې ستونزې شته. هغه زياته کړه: د دايکنډي په ناامنو ولسواليو کې طالبانو پنځه ځلي بريدونه وکړل چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په لږو امکاناتو خو په ميړانې سره د خلکو په همکارۍ د دښمن بريدونه په شا وتمبول .
هغه ملت ته د حکومت د رپوټ ورکولو موخه د ولسواکۍ حکومت ارزښتونه وبلل.
ملت ته د حکومت د رپوټ ورکولو پروګرام په ولسواليو کې هم ترسره شوی دى.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته