کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني له هغه وروسته چې خپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکوه په ښه توګه دامنيت دتامينولو په خاطر يې دامنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلي.
دباختر آژانس دخبرله مخې قانوني په خپلو خبرو کې په دې ملي بهير کې دخلکو پراخ ګډون هغو دښمنانو ته څرګند ځواب وباله چې د جمهوري رياست انتخابات يې تحريم کړي و .
قانوني له ټولو هيواد والو څخه وغوښتل چې آوازته له پاملرنې پرته د رايي ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او دخپلو رايو دکارولو له لارې دې دځان ، هيواد او د خپلو بچيانو برخليک وټاکي .
ده وويل په دغه ملي بهير کې دخلکو کارنده ګډون هغه ځپڼده ډبره وه چې د دښمن ټټريې سورى کړ.
0 1 دقیقه لوستل