امنیت

دنمارک ٥٥ تنه نوي عسکر افغانستان ته استوي

کپنهاګن   بي بي سي کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دکابل په لويديځ کې په ناتو کې په شاملو  دنمارکي  ځواکونو له ځانمرګي بريدڅخه يوه اوونۍ  وروسته دنمارک  تصميم نيولى دى چې  په افغانستان کې خپل پوځي  شتون زيات کړي.
باخترآژانس دبي بي سي له خولې خبر راکړ  ددنمارک ددفاع وزارت  پرون اعلام وکړ چې  ٥٥ تنو نويو پوحيانو په استولو سره په افغانستان کې دخپلو پوځيانو شمير  ١٥٢ تنو ته رسوي.
دغه وزارت ويلي دي  چې نوي سرتيري  به دناتو دهغو پوځي  سلاکارانو دامنيت په تامينولو کې  مرسته وکړي چې دافغانستان پوځي اکاډمي ته تګ راتګ کوي.
ناتو چې همدااوس په افغانستان کې   ١٣ زره تنه پوځيان لري.
خپل پوځي ماموريت يې د٢٠١٥ ميلادي کال دجنوري دمياشتې په لومړى نيټه پاى ته ورساوه اوله هغه وروسته اصلي دنده يې دافغان امنيتي ځواکونو روزنه اودسلامشورو ورکول دي.
ددنمارک  دبهرنيو چارو  وزير اندرس  سومونوزن هم  ويلي دي   که چيرې دافغانستان حکومت کنترول له لاسه ورکړي دغه هېواد به يوځل بيا دتروريستانو په خوندي پټنځي بدل شي،.
ټاکل شوې ده پنځه پنځوس تنه دنمارکي سرتيري د٢٠١٨ ميلادي کال په پيل کې په کا بل کې ديره شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته