ټولنه

د پل علم _ ګرديز لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٤ :
د پل علم _ ګرديز لويه   لاره  نن له غرمې  وروسته  دترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
د لوګرولايت  دفوايد عامي  رييس انجينر عبدالباقي ستانکزي باختر اژانس ته وويل  : د  پل علم _ ګرديز لويه   لاره   چې د واورې دسخت اورښت له امله  له پرون سهار  را په دې خوا د ترافيکو پرمخ  تړلې وه  د لوگر ولايت  دفوايد عامې  رياست دکار دځواکونو په هڅو او هاند سره بيا دترافيکو پرمخ  پرانستل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته