کابل باختر دوږي اوولسمه :
دفوټبال دالف دګروپونو سياليو پرون مازيګر په کابل کې په يوې لوبې سره دوام وکړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې پړاو کې دمتحد چهاردهي اوسنايي ټيمونو لوبه وکړه او لوبه په دوو دوو ګولونو سره برابره پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په دوام کې نن داميد افغان او اتحاد ټيمونه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ