سیاست

احمد ضيا مسعود: دخصوصي برخې دپراختيا لپاره بايد په هېواد کې صادراتي بهيرونه اسانه شي .

کابل باختر دکب پنځلسمه :
داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا  مسعود په مشرۍ پرون دخصوصي برخې دپرمختيا کميټې غونډه ترسره شوه .
دجمهور رييس فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې دقيمتي او نيمه قيمتي ډبرو دتوليدي واحدونو او سوداګرو دستونزې دڅيړنې او دغاليو دصنعت په باب خبرې وشوې .
  دجمهور رييس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود ددغې غونډې په پيل کې وويل چې دخصوصي برخې دپرمختيا په خاطر دې ته اړتيا ده چې په هېواد کې دقيمتي ډبرو سوداګرو او صنعتکارانو ته لازمې تجارتي اسانتياوې برابرې شي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه چې دخصوصي برخې دپرمختيا په خاطردې بايد په هېواد کې صادراتي بهيرونه اسانه شي او دکانونو او پتروليم وزارت  دې بايد په دې برخه کې دسوداګرۍ له خونوسره په همکاري کې لازم پاملرنه وکړي .
  ده زياته کړه چې په هېواد کې دوزګارتيا د زياتوالي له کچې سره  مبارزه بايد دپانګونې داسانتياوو دبرابرولو له لارې مساعده  شي او له دې لارې وکولى شو دخلکو غوښتنو ته چې په کار برلاسي دى لازمه پاملرنه ولرو .
په دې غونډه کې دقيمتي ډبرو دسوداګرو ، دغاليو دصنعت  او سوداګرۍ دخونو استازو دکانونو په برخه کې دزياتو ماليو د وضع کولو له لارې څخه شکايت وکړ .
ويې ويل چې دجمهور رييس دلارښوونې له مخې دقيمتي ډبرو او دلاجوردو صادرات بند شوى دى خو دکانونو وزارت د نورو ډبرو صادرولو  هم مخه نسي  چې سوداګروته يې زياتې ستونزې رامنځته  کړې دي او ددغو ستونزو په خاطر په دې نه دي بريالى شوي چې په ستر تجارتي  نندارتون کې ګډون وکړي ، دوى دقيمتي ډبرو سوداګرو ته دمالياتي او تخنيکي اسانتياوو دبرابرولو غوښتونه وکړه او وويل چې ددغوزمينو دبرابرولو په صورت کې به نورو هېوادونو ته دقيمتي ډبرو دقاچاقومخه ونيول شي  په دې غونډه کې دمالېې ، سوداګرۍ او دکانونواوپتروليم دوزارتونو استازوپه دې باب توضيحات ورکړل  وويل چې دغه وزارتونه ددولت داقتصادي سياستونو  په اجرا کولو ژمن دي اوهلې ځلې کوي چې صادراتي  بهيرونه اسانه کړي او دوى ته ښې تجارتي  زمينې برابرې کړي
په دې غونډه کې پريکړه  وشوه  چې دقيمتي او نيمه قيمتي ډبرو او دغاليو سوداګرودې  خپلې  ستونزې او پيهشنادونه دسوداګرۍ په خونوکې تخنيکي کميټې ته وړاندې کړي چې له دې لارې وزارتونو ته پيشنهاد شي او دجمهور رييس دفوق العاده استازي دفتر به ،دسوداګرو دستونزو دحل کولو بهير وڅاري 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته