انقره بي بي سي باختر د غبرګو لى ٢٤ مــــــه
د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان ويلي دي چې د لو مړى ځل لپاره په ښوونځيوکې دکردي ژبې د لوست اجازه ورکول کيږي
د تر کيې دصدراعظم دغه اقدام يو تاريخي بدلون بللى دى .
سره له دې ټولوکردي سياستوالو ويلي دي چې کردي ژبې د تدريس اجازه کافى نه ده بايد کردان په خپله ژبه دټولو مضمو نونو د بشپړيدو امکا نات تر لاسه کړي.
ديادوني وړ ده چې کردان په ترکيه کې يو ستر قومي او ژبني اقليت دي او په وروستيو کلونو کې د ترکيې دولت د کردا نو د اړودوړ د پاى ته رسولو په مقصد چې د وروستيو لسيزو په بهير کې څو زره تنه وژل شوي دي له کردي ژبې څخه د استفادې لپاره پخوانى محدوديتو نه کم کړي دي .
کردان په سوريه ، ايران اود عراق په شمال کې هم ددغو هيوادونو قومي اقليت دي