امنیت

په بغلان کې دوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
١٢تنه وسله وال  طالبان پرون  په بغلان ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو  وياند  جګړن  محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان د بغلان ولايت  د مرکز خلازايو په سيمه کې  د هېواد  د هوايي ځواکونوپه بريد اوله پوځيانوسره په  جګړه کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې  د طالبانو د ډلې  يوقوماندان سيدجان  هم شامل دى.
رضايي زياته کړه چې؛ په دې  بريد کې ٩ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې؛ د پلخمري  د باغ شمال او د چشمه شېر په سيمو کې د جګړو په بهيرکې يو  ډار اچوونګى ووژل شو او دوه تنه نورټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته