کابل باختر د وږي ٢مه
په قندهار کې د طالبانو پر مرکزونو د پوځيانو په مرګانيو بريدونو کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
په دغو ځمکنيواو هوايي بريدونوکې د طالبانو يوولس مرکزونه له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې دړې وړې شوي دي .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په دغو بريدونوکې اووه وسله وال طالبان ووژل شوي او د هغوى يوولس مرکزونه دړې وړې شوي دي .
هغه وويل، چې د طالبانو دغه مرکزونه د قندهارښار او د ميوند ولسوالۍ په شاوخوا کې وو.
ويل کېږي چې په دغو بريدونو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي، چې په قندهار کې د کابو لسو چاودنو د رامنځته کېدو مخه نيول شوې ده.
امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت په ګڼ مېشتو لارو کې لس ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
که څه هم د ماين ښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى، خو په قندهار کې سيمه ييزې سرچينې وسله وال طالبان د ماين ښخول مسوول بولي.
ختم- ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل