پلخمري باخترد سلواغې ٢ نيټه :
د بغلان د تکواندو منتخب ټيم ته دغوره څېرو د انتخابولو په موخه د تکواندو ورزشي سيالۍ نن په پلخمري ښارکې ترسره شوې .
د بغلان ولايت د ورزش آمر احمدشاه مومني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې، دغه سيالۍ د هېواد د ورزشي فدراسيون د استازو په شتون کې د نهو ورزشي کلپونو ترمنځ ترسره شوې .
ده وويل چې دغه سيالۍ په څلورو کټګوريو کې ترسره شوي دي چې له دوى څخه غوره څېره د بغلان منتخب ټيم ته انتخابېږي.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ