امنیت

درې تنه وسله وال غله ونيول شول .

١٨ – کابل باختر  دسلواغي پنځمه

  د ننګرهار ولايت دملي امنيت درياست منسوبينو درې تنه دغلا په تور  دبهسودو په ولسوالۍ کې ونيول .

 دغو دريو تنو له وسلې څخه په استفادي سره دبحراباد په ساحه کې دملي اردو يو کارکوونکي  ټپي او څلور مياشتې معاش يې لوټ کړي و .

  د ننګرهار ولايت  امنيه قوماندان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کسان دملي امنيت دمنسوبينو له خوا نيول شوي دي او دوي دغه راز د شاه برهان په نامه د يو دوکاندار سل زره کلداري په زور اخستي وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته