امنیت

ناتو د بګرام په هوايي اډې ځانمرګى بريد تاييد کړ

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو تاييد کړه چې يو ځانمرګى يرغلګر نن سهار په پنځوبجو او ديرشو دقيقو په دې بريالى شو چې د پروان ولايت د بګرام په ولسوالۍ کې د بګرام اډې ته ننوځي او په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچوي.
دغو ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه ځانمرګي بريد له امله ٤ تنه ووژل شول او ١٤ تنه نور ټپيان شول.
ناتو د قربانيانو د هويت په باب څه نه دي ويلي، خو تاييده کړې يې ده چې دغه چاودنه د افغان کارګرانو د راټوليدو په سيمه کې چې دغې اډې ته د ننوتلو لپاره ولاړ وو، رامنځته شوې ده.
د پروان ولايت سيمه ييزو خبرځايونو ويلي دي چې ښايي قربانيان افغان کارګران وي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي کړې ده .
په هغې خبرپاڼه کې چې د دغو ځواکونو له خوا خپره شوې ده؛ د غوڅ ملاتړ د ځواکونو د قوماندان له خولې ويل شوي دي چې ټپيان د درملنې په خاطر د ځانګړو څارنې برخې ته ليږدول شوي دي.
دغه امريکايي جنرال ويلي دي چې امريکا به له افغان پوځيانو د سلامشورې او پوځي مرستو په لاره کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته