۱۰۰ ورځې

د حساسو انتخاباتي موادو د هوايي ليږدونو پروګرام سبابشپړيږي

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د هوايي پوځ قوماندان وايي چې د هېواد د هوايي ځواکونوله خوا د حساسو انتخاباتي موادو د ليږدونې بهير به تر سبا پورې بشپړ شي .
د باخترآژانس دخبرله مخې: د هوايي پوځ قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې  کولې؛ څرګنده کړه چې د هېواد هوايي پوځ د دويم پړاو انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره چې څلور ورځې وروسته ترسره کيږي؛ بشپړتيارى لري او دغه راز ليږدونو ته هم چمتو دي .
دافغانستان دهوايي پوځ دغه جګپوړي مقام دغه راز وويل : د هېواد هوايي پوځ لکه څنګه چې د انتخاباتو په لومړى پړاو کې د حساسو موادو د اکمالاتوپه برخه کې په خپلواک ډول عمل وکړ؛ په  دويم پړاوکې هم له خپلوامکاناتوڅخه په استفادې  سره دغه بهيرتعقيب کړ او ټاکل شوې ده چې سبا د دغو پوځونوله خوا د هېواد ولايتونو ته د حساسو انتخاباتي موادو د ليږدونې پروګرام بشپړشي.
جنرال عبدالوهاب وردگ زياته کړه چې د هيواد هوايي پوځ به دانتخاباتو په ورځ دغه بهير له فضا څخه ترنظرلاندې ولري او د دغه پوځ له خوا ځانګړي امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.
ده زياته کړه: په اوس وخت کې د هوايي پوځ امکانات په هغې کچه کې دي چې وکولاى شي په هېوادکې بيړنيو اړتياوو ته  ځواب ووايي او زموږ پيلوټان به له  ترانسپورتي الوتکو او هليکوپټرونوڅخه په استفادې سره دليږدونو او  د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په بهيرکې ونډه واخلي .
جنرال وردګ زياته کړه چې د آيساف او د ايتلاف ځواکونه هم همکارۍ ته چمتو دي او که چيرې اړتيا رامنځته شي؛ د سوق او ادارې د ګډې قوماندانۍ له لارې له هغوى څخه مرسته غوښتل کيږي خوپه اوس وخت کې دغه شان اړتيانه ليدل کيږي.
دغه راز په دې خبري غونډه کې دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي وويل چې دملي اردو ځواکونه به له لومړى پړاو انتخاباتو څخه په ترلاسه شويو تجربو سره په دويم پړاو کې په زيات مسووليت سره عمل وکړي.
دعظيمي دڅرګندونوله مخې: د دويم پړاو انتخاباتو د امنيت د تامينولو په مقصد
د ملي اردو ١٩٠ زره تنه ځواکونه موظف کړاى شوي دي .
د يادونې وړ ده چې د را روانو انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره به٤٠٠ زره امنيتي ځواکونه په دندو وګومارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته