امنیت

يوولس تنه ياغي طالبان ونيول شول

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
په غزني ولايت کې دپوځي عملياتوله امله يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
دغه ياغيان نن سهارد واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګډوعملياتوکې نيول شوي دي.
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه طالبان هغه وخت ونيول شول چې په افغان پوځيانو اودناټو په ځواکونو بريد ته په سازمان ورکولو بوخت وو.
ويل کېږي چې په دغو عملياتوکې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل اوپه لسګونو کېلوګرامه چاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ددغوپوځي عملياتو په بهيرکې دافغان پوځيانو، دناټو دځواکونو اودملکې وګړو دسر داحتمالي زيان په باب څه نه دې ويل شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته