جوزجان باختر دوږي دمياشتې ١٥ نيټه :
د سره صليب دوه تنه تښتول شوي کارکوونکي پرون د داعش د ډلې له اسارت څخه آزاد شول.
دجوزجان دوالي وياند رضا غفوري باختر آژانس ته وړويل چې د سره صليب دغه دوه تنه کارکوونکي دتېرکال دسلواغې دمياشتې په شلمه نيټه د جوزجان ولايت دقوش تيپې ولسوالۍ په لويديځ کې د داعش دډلې له خوا تښتول شوي وو او داعشيانو د دوى څلور تنه نور همکاران په ډزو سره وژلي وو.
وويل چې دغه دوه کارکوونکي دامنيتي مسوولينو او دسيمې دمخورو د هلو ځلو په نتيجه کې دقوش تيپې ولسوالۍ دعربانو له ساحې څخه آزاد اوله خپلو کورنيوسره يوځاى شول.
پاى جذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ