امنیت

په فراه کې ۱۹طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
اووه وسله وال طالبان پرون مازيګر په فراه کې ووژل شول.
د٢٠٧ ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په هغه هوايي بريد کې چې د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د هغوی پر يوې غونډې ترسره شو، ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٢نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى دوه موټر او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته