سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

کابل باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهېواد دهوايي قواوو يو پخوانى پيلوټ ډګروال ظاهرشاه امين دورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.
ارواښاد ډګروال ظاهرشاه امين يو تعليميافته پيلوټ و ، دهېواد په هوايي قواوو کې يې خدمت کړى و دده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او دکونړ ولايت خلکو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته