سیاستخبرونهTOP

د قزاقستان سترې محکمې پر اسلامي امارت لګول شوي بنديزونه رسماً لغوه کړل

کابل، د مرغومې ۸مه، باختر
د افغانستان لپاره د قزاقستان سفير علیم خان یسین ګیلدییف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د دغه هېواد له لوري پر اسلامي امارت د لګول شویو بنديزونو د لرې کیدو خبر ورکړی دی.
په کابل کې د قزاقستان سفیر په دغه کتنه کې له اسلامي امارت سره د مثبتو اړیکو لرلو له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګريزې او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.
نوموړي همدارنګه د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ خبر ورکړ، چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د هغې تحریم شوو ګروپونو له نوملړ څخه ايستلی، چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر مثبت او دواړو ملتونو په ګټه وباله.
متقي د قزاقستان له حکومت څخه مننه وکړه، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي اقداماتو ته مخه کړې.
هېره دې نه وي، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هیوادونه باید بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته