
کابل باختر د وږي اوولسمه :
دبغلان پوليسو پرون په دغه ولايت کې ديو ځوان دوژنې په تور ددريو تنو دنيولو خبرورکړ .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختراژانس ته وويل چې دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې منسوبينو درې تنه دپلخمري ښار د يو تن اوسيدونکى د وژلو په تور ونيول .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړي دي ، په همدې حال کې دبغلان خلکو ددغه شان کسانو دنيولو له امله خوښي څرګنده کړه او په دغه ولايت کې يې دنورو جنايتکارانو دنيولو غوښتنه وکړه .
ختم_ ج _ اکرم