نړۍ

له مليشه طالبانو سره د پاکستاني پوځيانو نښته

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو او د مليشه طالبانو ترمنځ نښته د پنځو تنو يرغلګرو او د پاکستان د اردو د دوو تنو افسرانو د وژل کيدو سبب شوه.
د نيوز نو خبري سايټ د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
د شمالي وزيرستان په ميرعلي ناحيه کې د پوځيانو د پلټنې په پوستې دمليشه طالبانو له بريد وروسته د يرغلګرو او د پاکستاني پوځيانو ترمنځ سختې متقابلې ډزې وشوې چې له امله يې پنځه تنه مليشه طالبان او د اردو د يوه ډګرمن په ګډون دوه تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول.
دغه بريد په داسې حال کې وشو چې دشمالي وزيرستان په بيلابيلو سيمو کې د مليشه طالبانو او دپوځي مليشو په پټنځيو دپاکستان د اردو هوايي بريدونو او ځمکني عمليات دوام لري او په وروستيو بريدونوکې ١٩ تنه تروريستان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته