امنیت

ددولت نولس تنه وسله وال مخالفين نن دسولې له بهير سره يوځاى شول

کابل _ باختردکب شلمه :
دکندز ولايت  دسولې دعالي شورا رييس اسد الله عمرخيل باختراژانس ته وويل  دقاري بشير په مشرۍ يوولس تنه له اتو وسلو سره دامام صاحب په ولسوالۍ کې او د ګلزمان په مشرۍ  اته تنه له اتو وسلو سره دعلي اباد په ولسوالۍ کې  دسولې له بهير سره يوځاى شول .
په هغې غونډه کې چې  له همدې امله په کندز ولايت کې جوړه شوې وه دکندز والي محمد انور جګدلک امنيه قوماندان دعلي اباد او دامام صاحب ولسوالانو او دکندز ولايت دولتي ادارو  يو شمير رييسانو ګډون کړي و دکندز ولايت امنيه قوماندان دخبرو په ترڅ کې  دسولې له بهير سره  ددغو کسانو دپيوستون په اړوند خبري وکړي او ددوي پيوستون يې په راروان پسرلۍ کې دسولې او امنيت دتامينولو لپاره  ښه فرصت وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته