امنیت

دالکولي مشروباتو يوپلورونکي په کابل ښارکې ونيول شو

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١ :
پوليسو درې تنه وسله وال غله ونيول  اوپه کابل ښارکې يې  ٦٤١ بوتله ډول ډول الکولي مشروبات ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، يو دوه سوه ليتره بيلر اوبلن مواد چې دالکولي مشروباتو په  جوړولو کې کارول کيږي  له ډول ډول ليبلونو سره  يې يوولس کارتنه تش بوتلونه يو ماشين  چې دبوتلونو دسرپوښ په پرس  کې کارول کيږي او  مخصوص پودر  چې دالکولي مشروباتو په توليد کې  کارول کيږي دسيمې دخلکو په همکاري  دکابل  دڅلورمې امنيتي حوزې دپوليسو له خوا ترلاسه شول او دپيښې په اړوند يوتن نيول شوى دى.
په همدې حال کې درې تنه چې په وسله والو غلاو کې يې لاس درلود له دوو کلاشينکوفونو اويوکرولا موټر سره دڅلورمې امنيتي  حوزې دپوليسو له خوا دکابل ښار دکلوله پشتې په ساحه کې ونيول شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته