امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په تګاب کې ووژل شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٥ :
د امنيتي ځواکونو د غبار _  ٧  عملياتو په دوام  اته تنه وسله وال طالبان دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي:
دغه عمليات د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ښه امنيت د تامينولو په مقصد پيل شوي و چې په نوې پرمختيا کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٣تنه نوريې ټپيان شول.
ديوبل  خبرله مخې :  
د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ او د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د الماس _ ٣٨ او د توپان _٦٨  عملياتو په بهيرکې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پلټنې په وخت کې يو تن دتروريستي فعاليتونوپه تورله څو جوړې پوځي جامو سره نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته