نړۍ

دهند دريو تنو نورو وزيرانو هم استعفي وکړه.

نوي ډيلي ډي ډان   باختردلړم دمياشتې ٧ :
دهند صدراعظم  منموهن سنګهه له خوا ددغه هيواد په کابينه کې دبدلونونو داعلام په درشل کې  ددغه هيواد دبهرنيو چارو له وزير وروسته دريو تنو نورو وزيرانو هم  له خپلو دندو استعفي وکړه .
دهندوستان ټايمز ورځپاڼې دخبرله مخې ، داطلاعاتو اورسنيو ، توريزم او دټولنيزې سوکالي  وزيرانو خبريالانو ته ويلي دي  چې دوى دراتلوونکو عمومي انتخاباتو دګړندي اجراکولو په خاطر د کانګرس  ګوند له بيا رغاونې سره دمرستې لپاره له خپلو دندو استعفي کړې ده.
داپه داسې حال کې ده چې دهند دبهرنيو چارو وزير  اس  ام کرشنا دهند دکابينې له ترميمولو يوازې دوه ورځې مخکې خپله استعفي دهند صدراعظم ته وړاندې کړه .
کرشنا  چې اتيا کلن دى  دان   ډي  ټي  وي    دخبري شبکې له  خبريال سره په خبرو کې په دې باب وويل :زه خپل ځاى ځوانانو ته پريږدم.
تمه کيږي چې دهندصدراعظم نن په خپله کابينه کې  بدلونونه اعلام کړي اومسووليتونه  دګوند ځوانو غړو ته وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته