ټولنه

د کوچیانو او ځايي میشتو ستونزې د حل په موخه ناسته ترسره وشوه

کابل   باختر د وري دمياشتې ١٤ :
هیچاته به اجازه ورنکړو، چې د خپلو شخصي هدفونو لپاره د قومونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي.
دا څرګندونې د ميدان وردګو والي حیات الله حیات نن د کوچیانو او ځايي میشتو د ستونزې د حل په موخه د غونډې پر مهال وکړې.
د هزاره قوم د خلکو شورا له لورې جوړې شوې غونډه کې والي وویل، چې تل هڅه کوي د ولسونو ترمنځ د ورورۍ او یو والي اړیکه ټينګه پاتي شي.
حیات وویل، چې له خپلې کړې ژمنې سره غواړي ، په عادلانه ډول د کوچیانو او ځايي میشتو شخړه حل کړي او په خبره يې په دې اړوند یې تراوسه بېلا بېلې غونډې ترسره کړې دي.
والي وویل، چې د قومونو ترمنځ اختلاف رامنځته کوونکي د ولس په منځ کې ځای نه لري او ټینګار یې وکړ، چې د ډیرو ستونزو حل د خبرو له لارې تفاهم ته رسیدو سره کیږي.
په دې غونډه کې د هزاره قوم د خلکو شورا رییس احمد شاه په خپلو خبرو کې د والي  حیات فعالیتونه وستایل او وویل، چې د ولس په ګټه د ټولو روانو چارو څخه یې ملاتړ کوي.
هغه وویل ، چې ولسونه د کوچیانو او ځايي میشتو د ستونزې حل غواړي او دغه راز یې غوښتنه وکړه، چې حکومت دې د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته