ورزش

د سرې مياشتې او د بيګ بير ټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسوله

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٨
دکابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دکابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دې سيالۍ کې د سرې مياشتې او د بيګ بير ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د فيروزي او د سولې ټيمونه لوبه کوي.
ديوبل خبرله مخې: په کابل ښارکې د فوټبال د الف د ګروپونو سياليو پرون مازيګر د اميد افغان او د اتحاد د ټيمونو ترمنځ دوام وموند.
باختر آژانس ته د کابل د فوټبال فدراسيون د مرستيال عبدالبصير قيومي د څرګندونو له مخې: په دې لوبه کې د اتحاد ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د اميد افغان پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د ديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د امرخيلو او د شعاع ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته