کابل باختر د ثور يوولسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نويو جګړو کې ووژل شول .
جګړه نن سهار په چارچينو ولسوالۍ کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان د وسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ په دې جګړه کې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دى وايي په دغو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سردزيان د اوښتو تر څنګ د دغې ډلې څو سنګرونه هم له جنکي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
ويل کېږي په دې جګړه کې سرتېرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل