ورزش

شپږ تنه افغان بايسکل ځغلوونکي جايزې ترلاسه کړې .

کابل باختر د ثور   ١٢:
دارغوان جام دبايسکل  ځغلونې  په سياليو کې شپږ تنه بايسکل ځغلوونکي دافغانستان دملي المپيک دکميټې له خوا جايزې ترلاسه کړې .
دالمپيک دملي کميټې مطبوعاتي مسوول منور شهزاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې دباميانو له ولايت څخه درې تنه او دکابل له ولايت څخه هم درې تنه بايسکل ځغلوونکي په واټونوکې  دبايسکل ځغلونې دسياليو په خاطر جايزې ترلاسه کړې .
ده وويل: په دغوسياليو کې دهېواد له پنځو ولايتونو څخه اويا تنه ګډون کړى و
  دشهزاد دڅرګندونوله مخې، ددغوسياليو لپاره ٧٠ کيلومتره چې له کابل څخه ترګل غونډى  پورې واټن لري  اټکل شوى و .
په کابل کې دارغوان جام دبايسکل ځغلونې سيالۍ دثور دمياشتې په نهمه نيټه پيل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته