امنیت

په هلمند کې پوځي عمليات په برياليتوب سره دوام لري

کابل باختردثور  دويمه :
دا خبرې امنيتي مسووُلينو د نظامي شورا غونډې په ترڅ کې وکړې او زياته يې کړه، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د پرمختګ پر لور روان دي.
نظامي غونډه چې د هلمند والي حيات الله حيات په مشرۍ ترسره شوه، پکې د ۲۱۵ مېوند قل اردو مرستيال، د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمد ياسين خان، د ۵۰۵ زون سرپرست مل پاسوال محمد رحيم چخانسوري، امنيه قومندان پاسوال اقانور کينتوز، د بهرنيو ځواکونو جنرالانو او يو شمېر نورو امنيتي مسوُولينو ګډون درلود.
امنيتي مسوولينو وويل، چې د عملياتو په سيمو کې د پوستو تحکيماتي چارې دوام لري او امنيتي ځواکونه خزې، خندقونه او په نيول شويو سيمو کې نوې پوستې جوړوي.
دوئ زياته کړه، چې وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي، هغوئ د مخامخ جګړې توان نه لري نو ځکه ناسمې اوازې خپروي، ترڅو د ولسونو زړونو کې وېره واچوي او ځان قوي وښيي، خو دښمن په بشپړه توګه د جګړې توان له لاسه ورکړی دی او افغان ځواکونه په برياليتوبونو سره د پلان مطابق پر مخ روان دي.
په غونډه کې د ۵۰۵ زون سرپرست وويل، چې پوليس تر بل هر وخت پياوړي شوي دي، د روانو عملياتو په ترڅ کې يې سلګونه ماينونه د خلکو له کورونو او عامه ځايونو ايستلي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.
هغه زياته کړه، چې پوليس اوس ملي شوي او په نېږدې راتلونکې کې به ۷۵۰ تنه نوي پوليس له مزارشريف څخه لښکرګاه ته را ورسېږي او دلته به په بېلابېلو سيمو کې له خاورې او ملت څخه دفاع وکړي.
دهلمند والي حيات الله حيات په نظامي شورا کې ټولو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د خلکو ژوند او مال خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په روانو عملياتو کې د پلان له مخې چټکوالی راولي او په ټولو نيول شويو سيمو کې دې د ګډو ځواکونو له لوري نوې پوستې او بېزونه جوړ شي.
حيات  دغه راز د عملياتو دلا پياوړتيا په موخه امنيتي چارواکو ته يو شمېر نورې لارښوونې او سپارښتننې هم وکړلې.
په غونډه کې د بهرنيو ځواکونو جنرالانو هم د افغان ځواکونو روان عمليات اغېز منې وبللې، هغوئ زياته کړه، چې وسله وال مخالفين کمزوري شوي دي او د مخامخ جګړې توان يې له لاسه ورکړی دی.
دوئ له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلو همکاريو په دوام ټينګار وکړ او ډاډ يې څرګند کړ، چې د هوايي ځواک له مخې به يې بشپړ ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته