سیاست

دکندز دولايتي شورا غړى : دبيا رغاونې دپروژو انډوليز پلې کول ددغه ولايت دخلکو غوښتنه ده .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دمشرانوجرګې رييس  فضل هادي مسلميار نن  دکندز  دولايتي شورا له رييس او غړو سره  وکتل .
  دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دوى په کندز ولايت کې  په انډوليز ډول  دپرمختيايي پروژو  په پلې کولو او دبيا جوړونې  په کار کې  دملي وحدت  دحکومت  دمقاماتو  دپاملرنې  په جلبولو کې  دمشرانو جرګې  دهمکاري  غوښتنه وکړه .
دمشرانوجرګې رييس  دهيواد دروانو حالاتو په باب  په خبرو سربيره  ژمنه وکړه  چې  دکندز ولايت  داوسيدونکو غوښتنې  دحکومت له مقاماتو او داړوندو ارګانونو له مسوولينو سره  طرحه کوي  او دحل لارې چارې به يې  ولټوي .
دغه راز  دمشرانوجرګې رييس  فضل هادي مسلميار  دبغلان  دولايتي شورا  له يوشمير غړو سره هم  وکتل .
په کتنه کې  شمس الحق  بارکزي دنورو په استازيتوب  خبرې وکړې او ويې ويل  چې  دحکومت مسوولينو ددغه ولايت  سيمه ئيز پوليس  په هغو ساحو کې  چې جدي اړتيا احساسيږي ، تنفيض کړى دى او په ټوليزه توګه  پوليس  له ښو امتيازاتو څخه  ګټه نه اخلى  چې بايد په دې برخه کې لازمه پاملرنه وشي .
  دمشرانوجرګې رييس  دامنيت تامينول  په هيواد کې  يو مهم اصل  وباله او ژمنه يې وکړه  چې ددوى انديښنې به  له مسوولو مقاماتو سره  طرحه کړي .
ديوبل خبر له مخې ،  دسنامجلس  لومړى نايب  محمد علم ايزديار نن دپنجشير له والي عبدالرحمن کبيري  ،  امنيه قوماندان  او ددغه ولايت  دسيمه ئيزو ادارو  له ځينو مسوولينو سره  وکتل .
  په دې کتنه کې دپنجشير والي  او نورو ويناوالو دسنا مجلس  دلومړى نايب په توګه  دمحمد علم ايزديار  دبيا انتخاب له امله  مبارکي وويله او دقانون جوړولو ، څارنې او په ښه توګه  دخلکو  داستازيتوب  په برخه کي ېې  دده  دپخوانيو کړنو له امله قدرداني وکړه  او دده  دلازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه .
  وروسته  دپنجشير والي  او امنيه قوماندان  دولايتي روغتون  دنشتوالي ،  دبودجې  دنشتوالي له امله  دڅه ناڅه نهو عمراني پروژو  دکار  دځنډيدو ، دملي پوليسو دتشکيل دکمښت  او دغه ولايت ته  دوارداتي بريښنا  دغځولو داړتيا په باب  ځينې سيمه ئيزې ستونزې  طرحه کړې او په دغو برخو کې يې دمسوولو مقاماتو دپاملرنې او څيړنې  غوښتنه وکړه .
  وروسته ايزديار  دخبرو په ترڅ کې  دملي شورا  په دواړو مجلسونو کې له خپلو استازو سره  دخلکو دملاتړ له امله قدرداني وکړه  او ژمنه يې وکړه  چې په دغومواردو کې به  لازمې څيړنې  وشي .
  دغه راز  دمشرانوجرګې لومړى نايب  محمد علم ايزديار او دويم نايب  ډاکتر محمد اصف صديقي  په جلا جلا توګه  دبغلان  دولايتي شورا  له ځينو غړو سره وکتل .
په کتنو کې  دوى  دلومړى او دويم نايب  په توګه دمحمد علم ايزديار او د ډاکتر محمد اصف صديقي  دټاکل کيدو له امله  دوى ته مبارکي وويله او خپلې يولړ  سيمه ئيزې ستونزې يې  په ګوټه کړې او دسنا مجلس له خوا يې  دهغوى  دڅيړنې  او حل کولو  غوښتنه وکړه .
دمشرانوجرګې  لومړى او دويم نايب  دبغلان  دولايتي شورا دغړو دقدرداني له امله  مننه وکړه او ويې ويل  دمشرانوجرګه  هوډمنه ده چې  له اړوندومسوولينو سره  ددغه ولايت  دکانونودرا ايستلو ، دبغلان دبورې  او  دغوري سمنټو  دفابريکو  اوددغه ولايت  دنورو سترو او کوچنيو فابريکو  دبيا احيا کولو په باب  لازم اقدامات  ترلاس لاندې ونيسي  او دغه راز  ټينګار يې وکړ چې  دبغلان ولايت  دسيمه ئيزو پوليسو  موضوع به  دمشرانو جرګې دسه شنبې دورځې  په غونډه کې  دامنيتي  برخو له مسوولينو سره  طرحه کړي .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دکندز ولايت   دولايتي شورا رييس . مرستيال او يوشمير غړو  په جلاجلا توګه  دمشرانوجرګې  له لومړى نايب  محمدعلم ايزديار ،  دويم نايب  ډاکتر محمد اصف  صديقي او منشي مولوي عبدالله  قرلق سره  په جلا جلا توګه وکتل .
په دغو کتنو کې دوى  دمشرانوجرګې  دنايبانو او منشي په توګه  دمحمد علم ايزديار ، محمد اصف صديقي  او دمولوي عبدالله قرلق  دانتخاب له امله دوى ته مبارکي وويله او ددوى دلازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه . او هم په کابل کې  دميشتو کندزيانو  دشورا  دجوړولو او دکاري څرنګوالي په باب  په خبرو سربيره دپرمختيايي پروګرامونو دتطبيق  ، دکندز دخلکو دقانوني غوښتنودڅيړنې او ددغه ولايت  دانډوليزې  پرمختيا په ګډون  خپلې يولړ سيمه ئيزې ستونزې  او غوښتنې طرحه کړې  او په دغوبرخو کې يې دسنا مجلس  دهمکارى  غوښتنه وکړه
  وروسته  دمشرانوجرګې  نايبانو اومنشي  له دوى سره دکتنې له امله  خوښي  څرګنده کړه اوژمنه يې وکړه  چې له خپلو وظيفوي صلاحيتونوسره سم  به  ددوى غوښتنو او نظريو ته  پاملرنه وشي  او ددوى  له نظريو څخه به  دافغانستان دخلکو دملي ګټو او وحدت  په لاره کې کار واخيستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته