امنیت

په غزنې کې دڅلورو تنو وسله والو طابانو وژل کيدل .

کابل باختر دسلواغې  اتمه :
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې  له دريو ورځو راپديخوا دغزني ،پکتيکا ، دلويو لارو دپاکولو عمليات دتندر قول اردو دمنسوبانو له خوا پيل شوي دي چې تراوسه پورې هم دوام لري .
  ده زياته کړه چې ددغو عملياتو له امله تراوسه پورې  څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي  او دوه تنه نور طالبان ټپيان شوي دي  او دغه راز په دغو عملياتو کې  څو کلي  ددوى له شتون څخه پاک شوي دي .
په دغو عملياتو کې  ٢١ ماينونه کشف او شنډ شوي دي او ددښمن يوسراچه ډوله موټر هم ويجاړ شوى دى .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته