امنیت

ناپيژندل شويو کسانو يو سيمه ييز مشر په جوزجان ولايت کې وواژه

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
دجوزجان ولايت د مرديان ولسوالۍ يو سيمه ييز مشر تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقيرمحمدجوزجاني باختر آژانس ته وويل: د مرديان ولسوالۍ دقوربقه چکش دکلي مشرجان مراد په خپل کورکې په ډزو سره ووژل شو.
دجوزجاني دڅرګندونو له مخې: تراوسه پورې ددغې وژنې علت نه دى معلوم، خو دبريدکوونکو دموندلو لپاره د امنيتي ځواکونو له خوا دپلټنې عمليات پيل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: يوې ښځې تيره شپه د شبرغان په ښارکې ځان زندي کړ. دجوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني  باختر آژانس ته وويل : دغه ميرمن دشبرغان ښار د آئي خواجه دکلي اوسيدونکې وه او ددغې ځان وژنې علت نه دى معلوم، خواښايي کورنۍ تاوتريخوالي د دې وژنې سبب وي.
دجوزجان پوليسو د دغې ميرمن ميړه او زوى يې نيولي دي او له دې څخه تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته