کابل باختر د وري دمياشتې ٨ :
د لغمان ولايت په مهترﻻم ښارکې د طالبانو د يولړ بمي بريدونو د ترسره کولو طرحه ناکامه شوه.
دوو تنو يرغلګرو چې غوښتل يې ډار اچوونکي بريدونه ترسره کړي؛ مهترﻻم ښار ته په ننوتلو سره د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: دغو دوو يرغلګرو
غوښتل چې د مهترلام ښار په لويو او ګڼ ميشتو لاروکې بمونه ځاى پرځاى کړي.
د ځواک د څرګندونوله مخې: له نيول شويوکسانوڅخه ماينونه او بمونه ترلاسه شوي دي .
نيول شويوکسانو په خپلو لومړنيوتحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې غوښتل يې د مهترلام ښارپه لويو او ګڼ ميشتولاروکې بمونه او ماينونه ځاى پرځاى کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ