امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين د ننګرهار او کاپيسا په ولايتونوکې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
د ننګرهار په پچير او آګام ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات دوام لري.
دملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي .
دننګرهار ولايت په پچير او آګام ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو او د داعش د ډلې تر بشپړ ځپلو پورې چاڼيز عمليات دوام لري.
په تيرو څلورويشتو ساعتو په بهيرکې د پچير او آګام ولسوالۍ د بر صبر او کوز صبر کلي پاک شول او د امنيتي ځواکونو او د ډار اچوونکو د ډلې ترمنځ نښته کې يو ډار اچوونکى ووژل شو او درې تنه نوريې ټپيان شول او د وسايطو ضد درې ماينونه چې د تروريستي او ورانکارو عملونو لپاره د ډار اچوونکو له خوا ښخ شوي و، له چاودنې مخکې د څلورمې پلې لوا د تطهيرټيم له خوا کشف او شنډ کړى شول.
ديوبل خبرله مخې :
دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په دوام پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول او د تګاب ولسوالۍ په جنوب کې څو کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته