امنیت

په هرات کې تښتول شوي ډاکتران دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شول .

کابل باختر د سلواغې نهمه :
هغه پنځه تنه ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي چې څو ورځې مخکې دهرات ولايت دغوريانو په ولسوالۍ کې تښتول شوي و  دسيمه ئيزو مسوولينو په هلوځلو سره ازادکړى شول .
  سيمه ئيز  مسوولينو ددغه خبر په تاييدولو سره ددغوکسانو د تښتونې په اړوند دڅو تنو دنيولو خبر ورکړ .
دهرات ولايت سرپرست  اصيل الدين جامي ددغوکسانو دخلاصون خبر نن په يوه خبري غونډه کې اعلام کړ او ټينګار يې وکړچې ټولو امنيتي مسوولينو ددغوکسانو دخلاصون په مقصد هلې ځلې کړي دي او له تدبير څخه يې کار اخيستى دي .
  دهرات ولايت سرپرست  وويل: په دغوکسانو کې دهرات ولايت  دعامې روغتيا هغه ډاکتران  شامل دي  چې څه موده مخکې  دځينو روغتيايي  چارو دترسره کولو په مقصد دغوريانو ولسوالۍ ته تللي و.
جامي زياته کړه چې ازاد شوي کسان له کومې خاصې نښتې يا شخړې  پرته نن سهار  له خپلوکورنيو سره يوځاى شوي دي .
دسيمه ئيزو مقاماتو دڅرګندونو له  مخې دغه کسان  څه موده مخکې دوسله والو  طالبانو له خوا  دزنده جان  له ولسوالۍ څخه تښتول شوي او دغوريانو ولسوالۍ   ددوشاخ دغره سيمې ته ليږدول شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته