سیاست

په ايران کې دافغان ځوانانو داعدام په باب دافغانستان دلويديځي حوزي دعالمانو شورا غبرګون

 

کابل  باختردکب دمياشتې  ١١ :

دافغانستان  دلويديځې حوزي د عالمانو ، روحانيونو عالي شورا  په خپلي

بيړني غونډۀ کې له ايران څخه وغوښتل  چې دهيواد دعدلي اوقضايي  ارګانونو مسوولين دي  دجنايي جرمونو  اوپه تيره بيا په اعدام پوري داړوندو تورنو کسانو  ددوسيې  دڅيړنې په باب  خبرورکړ.

دباختراژانس دخبرله مخې :

دلويديځې حوزې دعالمانو  اوروحانينو عالي شورا په دې غونډه کې  چې دشيخ الحديث مولوي  خداداد صالح په مشرۍ  اوديوزيات شمير عالمانو او روحانيونو په ګډون جوړه شوې وه  له ايراني مقاماتو څخه وغوښتل چې داسلامي  ورورولي  له مخې  دافغانستان دولت ته  دمجرمينو دمحاکمې دبهير په باب معلومات ورکړي او وروسته ددولتونو په  ګډنظر په هغوى باندې شرعي سزا  تطبيق کړي چې په خپل سراعدامونه  ددواړو هيوادونو ترمنځ لرغونې  او دوروي  دوستي ته زيان   ونه رسيږي  .

دغونډې په پاى کې يوه اعلاميه صادره شوه چې په کې ويل شوي دي .

موږ دافغانستان دلويديځي  حوزي  عالمان او روحانيون دافغان مسلمان ملت  په استازيتوب  زموږ له خلکوسره دايران دولت  دمرستو له امله مننه کوو  خو څرنګه چې په هرټولنه کې سالم  اوناسالم  افراد شته امکان لري يوشمير افغانان هلته  ديولړ عملونو مرتکب شوي وي .

دايران داسلامي  جمهوريت له مقاماتو  څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دافغانستان اسلامي جمهوريت ته دمجرمينو دکړنو په باب خبرورکړي  چې په خپل سر اعدامونه ددواړو هيوادونو لرغونې دوستي ته زيان ونه رسوي.

 ايران په دې  وروستيو وختو کې دافغان ځوانانو اعدامول  چې ويل کېږي  چې دجرم اوپه تيره بيا دنشه يي توکو دقاچاقو  په تور مجرم پيژندل شوي دي ، زيات کړي دي.

څه موده مخکې اوولس تنه افغان ځوانان چې  زياتره يې دتخار ولايت اوسيدونکې وو دايران ددولت له خوا اعدام شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته