امنیت

درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دهېواد ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو پرون په لغمان ولايت کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دغه عمليات دلغمان ولايت دمرکز دشمال ختيځ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول دغه راز يوشميرکلي  تصفيه شوي دي .
  دغه راز دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دشيل  ودانۍ او نوروزخيلو په ساحو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته