اقتصاد

په روزګان کې سږکال د غنمو حاصلات ډېر شوي دي

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
روزګان چې تر ډېره يې خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، غنم هغه کرنیز حبوبات دي چې په دغه ولایت کې زیات کرل کېږي.
د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې د دوی د احصايې له مخې، سږکال په دغه ولایت کې پر ۲۷ زرو ۱۵۸ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې د اټکل له مخې به ترې ۹۱ زرو ۹۵۱ ټنو زیات حاصلات ترلاسه شي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې؛ د نورو کلـونو پــه پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی، په وینا یې سږني غنم له نباتي ناروغیو او طبیعي آفتونو هم پاک دي.
د روزګان د کرنې او مالدارۍ د ترویج مدیر قدرت الله حميدي وايي چې سږکال یې په دغه ولایت کې زیات شمېر بزګرانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او اصلاح شوي تخمونه یې هم پرې وېشلي چې له امله یې د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
بل خوا د دغه ولایت یو شمېر کروندګر وایي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو د ښه حاصلاتو هیله لري، دوی وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د غنمو سږنۍ کرکیله له هر ډول طبیعي آفتونو او مرضونو خلاصه ده.
د يادوني وړ ده چې تېرکال د دغه ولایت پر زرګونه هټکاره ځمکه غنم کرل شوي وو؛ خو حاصلاتو ته تر رسېدو مخکې د یو شمېر ناروغیو او طبیعي آفتونو له امله د غنمو ګڼ کښتونه زيانمن شول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته