امنیت

درې تنه ډار اچوونکي په نورستان کې ونيول شول .

-کابل باختر د وري  اتمه :
درې تنه ډار اچوونکي پرون په نورستان ولايت کې ونيول شول .
  دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوقوماندان دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل  چې دغه ډار اچوونکي په وايګل ولسوالۍ کې  له يو پتنځي څخه نيولي دي .
ده وويل  له دغه پټنځي  څخه يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
  ديوبل خبرله مخې ، يو ماين ښخوونکي طالب پرون  په نيمروز ولايت کې  ووژل شو .
دهېواد په لويديځ کې دپوليسو يوه قوماندان دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل  چې دغه طالب  هغه وخت دپوليسو له خوا ووژل شو چې غوښتل يې دزرنج ښار په لويه لاره کې  يو ماين ښخ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته