سیاست

د افغانستان اجرائیه رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس سره پر دوه اړخیزو اړیکي خبرې وکړې

کابل باختر د وږي  پنځمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماپښین په کابل کې د ترکمنستان هیواد له جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
داجراييه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ترکمنستان جمهور رئیس د هغه هیواد د لوړ رتبه حکومتي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغلی او دلته یې له افغان جمهور او اجرائیه رئیس سره وکتل.
د هیواد د اجرائیه رئیس او د ترکمنستان د جمهور رئیس ترمنځ په نننۍ کتنه کې د صنعت، ټرانزیټ، تجارت، اقتصاد، فرهنګ، سپورټ، له نشه یي توکوسره د مبارزې، امنیت او د افغانستان د سولې په اړه خبرې وشوې.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د ترکمنستان جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته، تر هرکلي ویلو وروسته د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو تېر ته کتنه وکړه او زیاته یې کړه، چي افغانستان او ترکمنستان د کلونو په اږدو کي ښه همکاران، ګاونډي او شریکان پاته شوي دي.
د ده په خبره، چې د ولسمشر محمدوف نننۍ سفر به دا اړیکي نورې هم غښتلي کړي او د دواړو حکومتونو او ملتونو ترمنځ به رابطه نوره هم پیاوړې شي.
هغه د انرژۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د ترکمنستان له همکاریو مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې افغانستان په ورته همکاریو ژمن دی.
د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف د هیواد له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د ښې مېلمه پالني او تاوده هرکلي له امله د افغان حکومت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، دواړه هیوادونه ګډ فرصتونه لري، چې باید ورڅخه لازمه ګټه پورته شي.
ده وویل، چې د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاپې پایپ لاین پروژې عملي کارونه به د ډیسمبر په میاشت کې پیل شي او هیله لري، چې افغان حکومت ددې او نورو سترو پروژو امنیت ساتنې ته پام زیات کړي.
ده وویل هیواد یې له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ پلان د عملي کېدو ترڅنګ د افغانستان له پولي تر عشق اباده، د ۶۰۰ کیلو مترو په امتداد د موټر لارې جوړولو پلان هم لري، څو په دې توګه په ټرانزیټ او تجارت کې همکارۍ زیاتې شي.
د جمهور رئیس محمدوف په خبره، چې هیواد یې د نفتي موادو او انرژۍ په تولید کې له افغانستان سره مرسته کولای شي او همداراز اماده دي، چې افغانستان اروپايي بازارونو ته هم وصل کړي.
هغه زیاته کړه، چې هیواد یې د یوه ښه ګاونډي په توګه، تل په افغانستان کې د امن طرفدار دی او چمتو دى، چې په خپله خاوره کې د افغانستان د سولې خبرو کوربتوب وکړي.
ده د هیواد اجرائیه رئیس ته بلنه ورکړه، چې د ترکمنستان د بې طرفۍ سیاست د ۲۰ کالیزې په لمانځه غونډه کې، چې د روان عیسوي کال په ډیسمبر میاشت کې جوړيږي، ،ګډون وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې وویل، چې په ترکمنستان تازه ایجاد شوي ټرانزیټي او سوداګریز فرصتونه د افغانستان لپاره ښه چانس دی او هیواد به یې له دې فرصتونو د زياتې ګټې اخستني اقدامات وکړي.
هغه په نننيو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوو تړونونو ته په اشارې سره وویل، چې حکومت یې په ټولو برخو کې لازمو اجراآتو او عمل ته قوي اراده لري.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د قرغستان، ترکمنستان او ایران د اوسپنې پټلی د افغانستان لپاره هم ښه اقتصادي فرصت دی او دوی به له دې او ورته نورو ګډو فرصتونو د امکان تر حده ګټه واخلي.
ده له ترکمنستان څخه وغوښتل، چي په اوسنیو او راتلوونکو مشترکو پروژو کې د هر راز ستونزې او خنډ پر مهال باید دواړه حکومتونه چټک عمل وکړي، څو له سکتګیو مخنیوی وشي او پلانونه په سمه توګه عملي شي.
هغه په ټولو قرارداد شوو تجارتي، اقتصادي، فرهنګي، سپورټي، صنعتي، انرژۍ او ټرانزیټي برخو کې د افغان حکومت د ارادې او لازمې امادګۍ یادونه وکړه.
د هیواد اجرائیه رئیس د افغانستان د سولې خبرو په اړه د ترکمنستان د حکومت او ملت له نیکې ارادې او کوربتوب ته له امادګۍ ښولو هم مننه وکړه.
د نن ورځې په کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي ولایتونو ترمنځ د همکاریو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، افغانستان ته د ګازو او انرژۍ پر وارېدولو او د تورغونډۍ څخه هرات ته د ریل پر پټلۍ هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته