دملي اردو منسوبينو پرون دهيواد په ځينو ولايتونو کې دتصفيوي عملياتو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکې ووژل او ديارلس تنه مشکوک کسان يي ونيول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات دننګرهار ،لغمان ، ميدان وردکو، غزني ، هلمند ، خوست اوکندهار دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول او له امله يې درې تنه ډار اچوونکې ووژل شول او ديارلس تنه مشکوک کسان ونيول شول شپږ کلاشينکوفونه ، يو لاسي بم ،اته شارژورونه ترلاسه شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې لس ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي .