نړۍ

دپاکستان او تاجکستان ترمنځ دالوتکو مستقيمه الوتنه پيليږي

 دوشنبه ايرنا   باختر  د ثور د مياشتې ٩ :
دتاجکستان اوپاکستان ترمنځ دالوتکو دمستقيمې الوتنې لومړۍ الوتنه به  دثور د مياشتې په نيمايي کې ترسره شي .
د تاجکستان دحکومت دمقاماتو دڅرګندونوله مخې :   هره مياشت په سلګونو  تنه پاکستاني اتباع  له غيرمستقيمې اوځمکنۍ لارې تاجکستان ته سفرکوي او دالوتکو دالوتنې پيل به دثور دمياشتې په اتلسمه نيټه تاجکستان ته دپاکستان دصدراعظم نوازشريف  له سفر سره جوخت پيل شي .
ټاکل شوې ده دپاکستان صدراعظم دکاسا_١٠٠٠ په نامه افغانستان او پاکستان ته دقرغزستان او تاجکستان دبريښنا دليږدونې دمزو  دطرحې داجرا د عملياتو دپيل لپاره  دتاجکستان پايتخت دوشنبې ښارته سفروکړي.
د تاجکستان دسامان اير دهوايي چلند دشرکت وياند    وويل ؛  ددوشنبې _ لاهور ترمنځ په اوونۍ کې دوه الوتنې ترسره کيږي.
دهمدې خبرله مخې :  پخوا دتاجکستان اوپاکستان ترمنځ دچارترالوتنې ترسره کيدې .
په دتاجکستان کې څه ناڅه ٤٠ پاکستاني شرکتونه فعاليت کوي  او تاجکستان ته خوراکي توکي او ميوې صادروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته