اقتصاد

په پکتیکا کې ۴۰۰ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي

ښرنه/دلیندۍ۳مه/باختر
د پکتیکا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي: چې په دې ولایت کې د نږدې ۱۳۰۰ مېلیونو افغانیو په لګښت پر شاوخوا ۴۰۰ لویو او وړو پروژو کار روان دی.
د کلیو دبیا رغونې او پراختیا رییس انجنیر مومن اندړ د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل: د ولسي تړون، اوبو رسونې، کلیوالي لارو جوړولو، کانالونو او نورو پروګرامونو له لارې تر اوسه په بېلابېلو ولسوالیو کې څه د پاسه ۵۰ پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي.
اندړ زیاته کړه، چې غواړي د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۹۳ ښوونځیو لپاره ودانۍ هم جوړې کړي، چې اوس مهال یې له ډې جملې څخه د ۱۲۵ ښوونځيو پر ودانيو کار روان دی.
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه پکتیکا کې نږدې ۶۰ سلنه ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري، چې له امله یې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
خو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس وايي چې کارونه او پروژې یې ټولې د ولس په خوښه او غوښتنه پلې کېږي، نو له همدې امله خلک د دوی له کارونو په بشپړ ډول خوشحال او راضي دي.
اندړ زیاتوي: په ټوله مانا هڅه کوي، چې خپل فعالیتونه په متوازن ډول د دې ولایت تر ټولو ولسوالیو ورسوي.
په ورته مهال د پکتیکا یو تن مدني فعال علي محمد نظري د کلیود بیارغونې او پراختیا له ادارې غواړي چې خپل کارونه نور هم پراخ کړي او د دغه ولایت هغو سیمو ته دې هم رغنیزې چارې وغځوي، چې تر اوسه پکې د رغونې کارونه نه دي تر سره شوي.
هغه د دولت له مخالفو ډلوڅخه هم غوښتنه وکړه، چې د دغه ریاست د کارونو خنډ جوړ نه شي، ځکه کارونه یې بې پرې او په هېڅ لوري پورې تړاو نه لري.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته