ټولنه

دکابل ښارشنې ساحې پاملرنې ته اړتيا لري

کابل باخترد کب اتمه :
په کابل ښارکې شنه تفريحي پارکونه په لازم ډول پاملرنې ته اړتيا لري.
ځينې کابل ښاريان وايي: هغه شنه تفريحي پارکونه چې په وروستيوکلونوکې د کابل ښاروالۍ له خوا په بېلابېلو ناحيوکې جوړ شوي دي؛ بايدپه لازمه توګه پاملرنه ورته وشي .
د مکروريانونويوشمېر اوسيدونکوباخترآژانس ته ويل:ددريم مکروريان دفردوسي د تفريحي پارک شنې ساحې د پسرلى له را رسيدو او له زرغونيدومخکې هره ورځ تر پښو لاندې کيږي او ځينې بې احساس ځوانان ددغه پارک په شنوساحوکې فوټبال او نورې لوبې کوي او دا کار د دې سبب کيږي چې ددغو ساحو شنه بوټې مخکې له دې چې زرغون شي؛ له منځه لاړ شي.
په همدې ترتيب دکابل ښار د بېلابېلو ناحيو اوسيدونکو د تفريحي پارکونو د شنو ساحو د ترپښو لاندې کيدو له امله سر وټکاوه او دکابل ښاروالۍ له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د دغو تفريحي پارکونو دسالمې ساتنې لپاره دې تدبيرونه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته